کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دعامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکتر ماموسي زيور نن دوزير محمد اکبر خان ، داندراګاندي دماشوم دروغتيا او دايمرجنسي په روغتونونو کې دکابل د ډار اچونکې پيښې ټپيانو ته درسيدګۍ څرنګوالى وکوت .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت مالي اواداري معين دپېښې دټپيانو درملنې ته دبېړنۍ رسېدنې په لاره کې ددغو روغتونونو د ډاکترانو اونورو کارکوونکو هڅې وستايلې او هغوى ته يې لارښوونه وکړه چې دټپيانو دعلاج اودرملنې لپاره دې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي .
ډاکتر زيور دکابل امبولانس دکارکوونکو کړنې چې تل يې په خپل وخت دټپيانو په لېږدونه کې هڅې کړي دي هم وستايلې .
ختم_ ف _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ