امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايطو د ډيپو کشف

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
په لوګر ولايت کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د جنګي وسايلو يوه ډيپو د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغله.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل چې امنيتي ځواکونو د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د بابوسو د کلي د لټولو او چاڼولو په موخه عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې يوه اندازه جنګي وسايل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل.
خبرځاى وويل چې په دغوجنګي وسايلو او مهماتوکې يوه ماشينګنه، يو کلاشينکوف ، يوه تومانچه، يو پنځه ډزې، د وسايطو او پرسونل ضد اته ماينونه، دوه لاسي بمونه او يوه اندازه پوځي جامې شته چې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د صالح د څرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته