امنیت

په کندز ولايت کې خلک په بد حالت کې ژوند کوي .

کابل باختر دتلي دولسمه:
د کندز ښار  اوسيدونکي  په بدحالت کې شپې سبا کوي . .
دوسله والو طالبانو په وروستي اړو دوړو کې  زيات زيان  ملکي وګړو ته اوښتى دى .
  دکندز ولايت  دعامې روغتيا  رييس  سعد مختار  باختراژانس ته وويل  نږدې  څلور سوه پنځوس تنه  ملکي او نظامي ټپيان  چې زياتره يې  ملکي وګړي دي  ددغه ولايت  ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي  چې ديوشمير ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بلل شوى دى .
  دکندز ولايت  دعامې روغتيا رييس زياته کړه چې تراوسه پورې  څلور سوه پنځوس  تنه ټپيان او شپيته مړي  روغتون ته ليږدول شوي دي  چې په نښتو سربيره  زياتره ټپيان  او مړي  په روغتون کې  دبهرنيو ځواکونو دهوايي بمبارۍ له امله  بې سرحده ډاکتران دي .
  ويل کيږي  چې  دهوايي ځواکونو دبمباريو له امله  ددريو تنو ډاکترانو په ګډون دولس تنه  وژل شوي دي  او شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
  دکندز ښار  ديوه اوسيدونکي  دڅرګندونوله مخې  هغه کسان چې  دکندز له ښار څخه  دوتلو توان نه لري  دخوراکي توکو  اوبو او بريښنا  دنشتوالي په ګډون  په ډيرو سختو شرايطو کې  شپې سبا کوي .
دکندز ښار  دکاساني دکوڅي  يوه اوسيدونکي  نور محمد وويل  له دوو ورځو راپديخوا  زموږ اوزموږ دګاونډيانو اوړه  ، ګاز او خوراکي توکي  تمام شوي دي او دښار په هيڅ يوه سيمه کې  دغه مواد نه شو ترلاسه کولى .
  په همدې حال کې ويل کيږي  چې  په تيرو شپږو ورځو کې  په زرګونو کورنۍ  له خپلو کورونو څخه  وتلو ته  اړې شوي دي  او دبدخشان  ، بلخ ، تخار ، بغلان ،  سمنګانو او کابل  په ګډون   ولايتونو ته کډه شوي دي .
دکندز ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس  سيد عبدالسلام هاشمي هم  دبې ځايه شويو کسانوشمير  په زرګونه تنه وبلل  او ويې ويل  لاتراوسه پورې هم  دکندز ښار  دبې ځايه شويوکسانو دقيق شمير  نه دى مشخص شوى .
په کندز کې يوشمير موټر چلوونکي وايي چې له کندز څخه کابل ته  په ګړندي موټر کې  ديوتن کرايه  شل زره افغانۍ  او له کندز څخه  تر مزارشريف پورې  لس زره افغانۍ ده .
  دکندز اوسيدونکي انديښنه لري  که چيرې دغه حالت دوام ومومي  په ډيرو سختوشرايطو کې به  شپې سبا کړي .  دوى له دولتي مقاماتو څخه غواړي چې ډير ژر دې په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو په لاره کې  عملي اقدامات وکړي . ځکه  دخوراکي توکو او دګازو بيه  ډيره لوړه شوې ده او هوا هم په نسبي ډول سړه ده .
دکندز امنيتي مقامات وايي چې  عمليات دوام لري  او امنيتي ځواکونه  دوسله والو طالبانو له شتون څخه  دکندز ښار  په پاکولو بوخت دي .
دکندز ولايت يوبل اوسيدونکې  له دولت څخه غواړي  چې دکندز دخلکو دسر او مال دژغورنې  او  خوندي  ځايونو ته دهغوى  دليږدونې په برخه کې دې  جدي تصميم ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته