روغتیا

په بلخ کې دنوروز جشن دناروغانو ددرملنې لپاره دسرې مياشتې روغتيايي ټيمونه هلې ځلې کوي .

-کابل باختر د وري  لومړي :
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې روغتيايي ټيمونو په بلخ کې دنوروز جشن د برخه والو ناروغانو ددرملنې لپاره  په کار پيل کړي دي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي  ټولنې لس  ګرځنده ټيمونه ګومارلي دي چې ددغه جشن  دبرخه والو  روغتيايي  ستونزې  وڅيړي .
دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې درسنيو دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې زياتره دغه ټيمونه  دمزارشريف  ښار  دروضې په دننه اوشاوخوا سيمو کې په کار بوخت  دي.
داپه داسې حال کې ده چې دهېواد په سلګونو زره تنه وګړي  هرکال دشاه ولايتمهاب زيارت دجهندې دپورته کولو او دنوروز دجشن په مراسمو کې  دګډون لپاره دمزارشريف ښار ته ځي .
دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنه وايي  چې دغه روغتيايي ټيمونه  په کوچنيو  دستګاوو او درملو سمبال دي . 
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته