امنیت

په ډنډغوري ولسوالۍ کې درې تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر د تلي دولسمه :
دبغلان ولايت دډنډ غوري ولسوالۍ  په امنيتي بيز دوسله والو طالبانو په بريد کې  دسيمه ييز پوليسو يوقوماندان شهيد شو او دوسله والو طالبانو دري تنه ټپيان شول.
دبغلان ولايت دامنيه قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل :
دغه پيښه تيره شپه له هغه وروسته  رامنځته شوه  چې  يوې ډلې وسله والو طالبانو دبغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ  دچين زايي ګوهرګان په کلي  کي دسيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو په امنيتي بيز بريد وکړ.
بشارت وويل  چې دطالبانو بريد دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شو چې په نتيجه کې يې درې تنه طالبان ووژل شول.
دبشارت دڅرگندونوله مخې : ددغي نښتې په بهيرکي دسيمه ييزو دپوليسو يوتن قوماندان  غفور ګجر  شهيد او دده له افرادو څخه يوتن ټپي شو.
دجاويد دڅرگندونوله مخې  :  طالبان  له  تلفاتو وروسته  تيښې ته اړ شول او غرونوکې  خواره  واره شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته