امنیت

د ماين په چاودنه کې څلور تنه شهيدان شول

کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٧:
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه  شهيدان شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه د لښکرګاه ښار  د درېمې حوزې په  مربوطاتو کې هغه  وخت رامنځته شوه  چې  د پوليــسو دګزمې  موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي  ماين  وخوت .
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې پيښه کې دوه تنه ملکي  وګړي او دوه تنه پوليسان شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه : دوه تنه پوليسان په موټر کې سپاره وو چې شهيدان شول  او دوه تنه ملکي وګړي  هم  چې له سيمې څخه د تيريدو په حال کې و  شهيدان  شول.
د ځواک د څرګندونوله مخې: دغه ماين  د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى و .خو تر اوسه پورې  ددغې پيښې په  اړوند څوک نه دى نيول  شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته