امنیت

دوسلو د راټولو پروګرام ته وسلې او مهمات وسپارل شول .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٤
يوه اندازه وسلې او مهمات نن دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا په دغه ولايت کې دوسلو د راټولو پروګرام ته وسپارل شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالرشيد بشير دباختر آژانس خبريال ته وويل په روان کال کې دلومړى ځل لپاره دوه ويشت ميله وسلې او د ډول ډول وسلو دوه ټنه مهمات چې دجلاجلا عملياتو په بهير کې ددغه ولايت په بيلابيلو سيمو کې ترلاسه شوي وو د داياک کميسيون ته وسپارل شول.
ده زياته کړه ددغو قضيو په اړوند څلور تنه دپوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته