کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٧:
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه شهيدان شول.
د هلمند د والي ويندوى عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه د لښکرګاه ښار د درېمې حوزې په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليــسو دګزمې موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې پيښه کې دوه تنه ملکي وګړي او دوه تنه پوليسان شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه : دوه تنه پوليسان په موټر کې سپاره وو چې شهيدان شول او دوه تنه ملکي وګړي هم چې له سيمې څخه د تيريدو په حال کې و شهيدان شول.
د ځواک د څرګندونوله مخې: دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پرځاى شوى و .خو تر اوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
0 1 دقیقه لوستل