کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د کاراتې د آشى هارا انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :- په دغو سياليو کې چې دبدني روزنې او سپورت په رياست کې پيل شوې دهيواد له مرکز او ١٩ ولايتونو څخه ٥٠٠ تنه ورزشکاران ٦ ورځې سيالي کوي .
دبدني روزنې او سپورت رياست دخپرونو غړى مجيب قاري زاده دباختر آژانس خبريال ته وويل :- چې دغه سيالۍ دتنکيو ځوانانو ،ځوانانو او لويانو ترمنځ پيل شوې دي او په پاى کې دوه اويا غوره څيرې دتنکيو ځوانانو او دځوانانو ملي ټيمونو ته انتخابيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ