سیاست

جمهور ريیس غني: کابل د افغانستان مرکز او د ملي یو والي بېلګه ده

کابل/باختر/ د زمري١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې "زما کابل" تر عنوان لاندې د ولس خبرې پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې پروګرام کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د کابل ښار او ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې د هېواد له جمهور ريیس سره شریک کړل.
لومړی د کابل  والي محمد یعقوب حیدري په خپلو خبرو کې وویل، تېره ورځ د ښاري سکتور مسوولینو او د کابل د خلکو استازو په دولسو کاري ګروپونو کې د کابل د مسایلو په اړه بحث وکړ او په منسجم ډول یې د دې ولایت نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
د کابل والي، د کابل د اوسېدونکو بحثونو ته په اشارې د پوهنې، انکشافي پروژو، روغتیایي خدمتونو، د اوبو رسولو خدمتونو، بندونو جوړولو، کانونو، د امنیت تامین، کرنې، بڼوالۍ او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې لاسته راوړنې، نظرونه او ستونزې له جمهور ريیس سره شریک کړل. 
هغه زیاته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې په کابل ښار او ولسوالیو کې له ۱۵۰ ډېر ښوونځي جوړ شوي او دوه سوه نور ښوونځي د جوړېدو په حال کې دي، خو نصاب ته پاملرنه د کابل  د خلکو اساسي غوښتنه ده.
محمد یعقوب حیدري څرګنده کړه، د کابل په ټولو ولسوالیو او ډېری کلیو کې روغتیایي کلینکونه جوړ شوي او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو ته باید پاملرنه وشي. همداراز د شاه اوعروس بند اویا سلنه کارونه بشپړ شوي او د للندر بند شاوخوا ځمکو د استملاک چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو کار پیل شي.
ورپسې د کابل ښار د اوسېدونکو په استازیتوب مېرمن نیلوفر او وکیل علیم داد خبرې وکړې او د ولسوالیو په کچه د ښځو برخې د زیاتېدو، ښاري نظم او په ولسوالیو کې کرنې او مالدارۍ ته د پاملرنې په اړه یې وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهور ريیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د کابل خلکو د دې غونډې په ترسره کېدو خوښي وښوده او ويې ویل: کابل د افغانستان مرکز او د ملي یو والي بېلګه ده او د ویاړ ځای دی چې تاسو ټول د کابل او ښار لپاره ګډ لیدلوری لرئ.
جمهور ريیس زیاته کړه، د کابل د انکشاف کیلي د کابل د خلکو په لاس کې ده، له څلور میلیونو جریبه زیاته ځمکه د ځمکې بانک کې ثبت شوې او په همدې اساس د کابل د راتلونکي لپاره عامه ملکیت برابر شوی او د کابل خلکو ته ورکول کېږي، د کابل انکشاف د هغه د ادارې او املاکو له لارې تامینېږي.
هغه زیاته کړه، سل په سلو کې کابل پلاني کوو، غصب شوې ځمکې بېرته اخلو، قانوني کوو یې  او بېرته یې خلکو ته وېشو. 
جمهور ريیس وویل، دولت له حاکم څخه په خدمتګار بدل شوی، د حاکم او رعیت دوره پای ته رسېدلې، د جمهوریت او وطنوالۍ دوره ده او موږ خلکو ته ځواب ویونکي یوو.
هغه د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ اداري ستونزو ته په اشارې وویل، د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ موازي ادارې او وظیفوي تداخل باید له منځه لاړ شي.
د هېواد جمهور ريیس وویل، د کابل زوړ ښار د هېواد تاریخي سیمه او زموږ ویاړ دی، اوسنی وضعیت یې د منلو وړ نه دی، دغه سیمه باید د کابل د ویاړونو په ښار بدله شي.
جمهور ريیس د کابل خلکو نظرونو او وړاندیزونو ته په پاملرنې وویل، د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی او د ارګ عملیاتي واحد او د پلازمېنې زون د انکشاف ادارې ته یې لارښوونه وکړه، تر څو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. هغه همداراز يې وویل، خلک دې د ولسي تړون او یوه څرګند میکانېزم له لارې له نشه یي توکو سره په مبارزه کې برخه واخلي او تر یوې میاشتې دې د نشه یي توکو پر ضد جهاد اعلان شي. 
جمهور ريیس وویل:  موږ سولې ته رسېږو، خو سوله تدبیر، اراده، قاطعیت او جرئت غواړي  او هغه سوله چې موږ یې غواړو باید د اسلامي جمهوریت او اساسي قانون په چوکاټ کې وي.
پاىجهان يار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته