امنیت

له غير مسوولو کسانو څخه پوځي يونيفورم راټول کړى شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
دبغلان پوليسو په يو اقدام کې په سلګونه جوړې پوځي يونيفورم له غير مسوولو کسانو څخه راټول کړل.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: له هغه وروسته چې د دولت وسله والو مخالفينو او وسله والو غلو د امنيتي ځواکونو له جاموڅخه په استفادې سره د خلکو په ځورونې او د حالاتو په ګډوډولو لاس پورې کړ؛ له همدې امله د بغلان پوليسو په سلګونو پوځي يونيفورم له غير مسوولو کسانو او هټيوڅخه راټول کړل.
بشارت زياته کړه: له غير مسوولوکسانو څخه د دغو تجهيزاتو او پوځي جامو راټولو د امنيت په تامينولوکې ګټور دى او له دې وروسته به هيڅ غير مسوولو کسانو ته اجازه ورنه کړې شي چې له دغو جامو څخه ناوړه استفاده وکړي .
ويل کيږي؛ وسله وال طالبان او غير مسوولوکسانو په وار وار د پوليسو له يونيفورم څخه په استفادې د بغلان  په لارو کې د خلکو په څو اوونۍ او د دولتي مقاماتو په تښتونې لاس پورې کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته