سیاست

د مشرانو جرګې د ۱۳۹۲ كال دويم تقنيني اجلاس له دوبنېو تعطيلاتو وروسته د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په وينا سره پيل شوه .

کابل باختر دوږې دمياشتې ١٦ :
د مشرانو جرګې د ۱۳۹۲ كال دويم تقنيني اجلاس له دوبنېو تعطيلاتو وروسته د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په وينا سره پيل شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
د مشرانو جرګې رئيس په خپلې پرانيزې وينا كې د مجلس غړو ته وويل : درنو سناتور صاحبانو سهار مو په خير! ښاغلو سناتور صاحبانو خويندو وروڼو د ملی شورادشپاړسمې دورې د درېيم تقنيني كال د دويم اجلاس د پيل په لومړۍ غونډه كې تاسو ته ښه راغلاست وايم، الله تعالى دې وكړي چې زموږ او ستاسو پاتې كارونه په خير ترسره شي او د خپلو خلكو او د دې مظلوم ملت د خير ښېګڼې له پاره د حكومت د اعمالو د ښه نظارت او د قوانينو د تصويب په خاطر خپلې ژمنې چې د ملت سره مو كړي دي، ترسره كړو او په راتلونكې كې د كميسيونونو او عمومي غونډو له لارې د خپل ولس د خدمت جوګه وګرځو.
ورپسې  د مجلس غړو په آزادو خبرو پيل وكړ ، يو شمېر سناتورانو د سوريې په قضيه كې له يوې خوا د امريكې او روسيې او له بلې خوا د اسرائيلو او ايران مخامخ كيدل نړيوال او سيمه ييز امنيت ته خطرناك ګواښ وباله او د افغانستان او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې د دې كړكيچ په مهارولو كې لازم كوښښ وكړي .
همدا راز د مجلس زيات شمیر غړو په ولايتونو كې د ناامنيو د زياتېدو له امله د انساني تلفاتو د ډېروالي څخه چې د هېواد د راتلونكو ټاكنو د بهير د ټكني كېدو په موخه په لاره اچول شوي دي او د مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو ، د پوهنې په وزارت كې د ادارو له خوا د جعلي فراغت د اسنادو د ترتيب او د شته نورو بي ثباتيو څخه اندېښنه څرګنده كړه. يو شمېر سناتورانو د ټاكنو ترسره کول د كړكيچ د له منځه وړو له پاره يواځينۍ لاره وبلله او په هېواد كې امنيتي ستونزې يې د دولت په د ننه كې د يو شمېر ډلو له خوا ځانګړى اقدام وباله، چې غواړي د ټاكنو په ناكامولو سره ، د ناامنۍ فضا څخه سياسي او اقتصادي ګتې پورته كړي او يو شمېر نورو د رايې وركونې په مركزونو كې د امنيت نشتوالى د ټاكنو په لاره كې جدي خنډ وباله او له دولت او نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وكړه چې د ټاكنو د ترسره کولو او د خلكو د وژنو د مخنيوي له پاره دې باامنه فضا رامنځته كړي .
په غوڼډه كې د لوګر او ننګرهار ولايتونو سناتورانو د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو له خوا د هېواد په جنوبي څنډه ازره او حصارك ولسواليو كې د عملياتو د پايلو اعلان مبالغه او له حقيقته ليرې وبللې او د زياتو لګښتونو څخه چې په دې عملياتو كې په ګوته شوي دي، هم د پوښتنې وړ وبللې .
د غور ولايت سناتور په دې ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو په تشكيل كې د ډېرښت له اړتيا سربېره ، په نوموړي ولايت كې د خطرناكې وچكالۍ څخه يادونه وكړه او دې ولايت ته د ژمې له رارسېدو څخه وړاندې د بشري مرستو غوښتونكى شو .
د غزني ولايت سناتور او د يو شمېر نورو ليرې پرتو ولايتونو استازو د رايې وركونې د كارتونو د وېش د مركزونو د كمښت څخه شكايت وكړ او په ليريو پرتو ولسواليو كې د رايې وركونې د لا زياتو مركزونو د خلاصېدو غوښتونكې شول .
د فراه او كاپيسا ولايتونو سناتورانو په ولسواليو او سيمو كې د طالبانو او غير مسوولو كسانو له خوا د نا امنيو څخه اندېښنه څرګنده كړه او دغه كړنې يې د ټاكنو د بهير د ناكامولو له پاره  د دوي هڅې وبللې .
د نورستان ولايت سناتورانو د دې ولايت د ولسواليو د مواصلاتي لارو د محاصرې او د خوراكي توكو د لوړې بيې څخه يادونه وكړه او د دې ولايت د خلكو د ستونزو په حل كې يې د حكومتي چارواكو نه پاملرنه د نيوكې وړ وبلله .
د سنا مجلس د خپلې نتيجه ګيرۍ په لړ كې د راتلونكو ټاكنو د لمړيتوب د په پام كې نيولو سره ، حكومت د ډاډمن امنيت په تامين كې مكلف وباله او د هېواد امنيتي مسئولينو ، د ټاكنو د كميسيون رئيس او د دې كميسيون د دارالانشا رييس ته يې بلنه وركړه چې د راتلونكې اونۍ په اوږدو كې د خپلو تدابيرو په اړه د سنا مجلس ته معلومات وړاندې كړي او د خلكو اندېښنو ته د پاي ټكې كېږدي . همدا راز د سنا مجلس د غړو د نننۍ ورځې ټولې وړاندې شوې طرحې او نظريې د رسېدو په موخه اړوندو ادارو ته ولېږلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته