ټولنه

په هرات کې داسلامي علومو دروزنيزو مرکزونو فعاليت اوپاکستاني مدرسو ته دځوانانو دورتګ مخنيوي .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
په هرات ولايت کې داسلامي علومو دروزنيزو مرکزونو فعاليت دديني او اسلامي علومو دزده کړې په لاره کې له هيواد څخه په بهر کې دځوانانو دلالهاندۍ  دمخنيوي سبب شوى دى. دهرات والي محمد اصف  رحيمي دغياثيه  دلوړو زده کړو د دارالعلوم  دازموينو  دبهير دکتنې په  ترڅ کې ددغه ټکى په څرګندونو سره په دغه ولايت کې ځوانانو ته په لوړو سويو داسلامي علومو دزده کړې دمناسبو شرايطو دبرابريدو له امله خوښي څرګنده کړه .
  په داسې حال کې چې ويل کيږي داسلامي علومو دزده کړې په پلمه ګاونډيو هيوادونو ته دځوانانو خطرناک سفرونه په تروريستي فعاليتونوکې دځوانانو دهڅونې په باب دفرصت غوښتوونکو  ډلو دناوړې ګټې اخستنې سبب کيږي ، په هرات ولايت کې مسوولين وايي دهيواد په لويديځ کې داسلامي علومو دلوست ډير ستر مرکز په  شرايطو برابر  دولسو زرو تنو نجونو اوهلکانو ته دښوونې او روزنې زمينه برابره کړې ده .
يوله دغو مرکزونو څخه دغياثيه عالي دارالعلوم  دى چې دهيواد له ټولو ولايتونو څخه دجيدو ديني عالمانو له خوا يې مديريت کيږي .
دهيواد دلويديځې  حوزې  دعالمانو او روحانيونو دعالي شورا رييس او داسلامي علومو ددغه روزنيز مرکز موسس شيخ الحديث  مولوى خدا داد صالح وايي چې دغياثيه  په عالي دارالعلوم کې درسي سويه دسيمې په کچه سارى نه لري .
ويل کيږي چې دغياثيه  دعالي دارالعلوم  دنهاري او ليليه برخې له دولسو زرو تنو زده کوونکو څخه نږدې  اته زره تنه  يې هلکان او څلور زره تنه يې نجونې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته