امنیت

په بلخ کې پنځوس تنه دغلا په تور نيول شوي دي .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
دروان کال په پنځو مياشتو کې په بلخ ولايت کې څه ناڅه پنځوس تنه دغلا په تور نيول شوي دي .
دغه ټکى دبلخ ولايت  امنيه قوماندان جنرال سيد کمال سادات نن په يوه خبري غونډه کې څرګند کړ اوزياته يې  کړه: پوليس هلې ځلې  کوي چې دغه شان کسان ونيسي چې خلک وکولاى شي په ارامه او سوله ئيزه  فضاکې ژوند وکړي .
سادات زياته کړه چې  په مزارشريف  ښار کې دغلاو زياتوالي په دغه ښار کې دبې نظمۍ سبب شوى او دټولنې نظم ګډوډ شوى .
داپه داسې حال کې دى چې دمزارشريف ښار يوشمير اوسيدونکي په دغه ښار کې دغلا  دپيښو  دزياتوالي له امله شکايت کوي .
  ختم- عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته