کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
دکبدي دورزش دقوانينو او مقرراتو په باب دپوهاوي سيمينار نن په کابل کې جوړ شو .
دالمپيک دملي کميټې دخپرونومسوول منور شاه باختراژانس ته وويل په دغه سيمينار کې دکبدي ملي ټيم څلويښت تنه ښوونکى ، حکمان او ورزشکاران ګډون لري او ديوې ورځې لپاره ددغه ورزش دنويو مقرراتو او قوانينو په باب پوهاوي ترلاسه کوي .
ديادونې وړ ده دغه سيمينار دالمپيک دملي کيمټې دسرپرست محمود حنيف تر نظر لاندې ددغې کميټې په سالون کې جوړشوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ