کابل باختر د وږي ٢مه
د پروان په بګرام ولسوسالۍ کې د غوڅ ملاتړد ځواکونو پر کاروان تېره شپه ډار اچوونکو بريد کړى دى.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار باختراژانس ته وويل، چې د پروان د صياد د بازار په ساحه کې د غوڅ ملاتړ د پوځيانو د ګزمې پر کاروان ډار اچوونکو بريد کړى دى.
سرچينه زياتوي چې په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيان ورته اوښتى دى.
هټۍ و چې له امله يې دوه دوکانونه ويجاړ شول خو دسرزيان يې نه درلود
ويل کېږي په دې بريد کې دوې هټۍ هم ويجاړې شوې دي.
ختم_عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ