ورزش

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د آستراليا او نوي زيلاند له ټيمونو سره تمريناتي لوبې پيل کړې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د افغانستان د ملي کرکټ ټيم نن د آستراليا او نوي زيلاند له ټيمونو سره تمريناتي سيالۍ پيل کړې .
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هيواد دکرکټ د ملي ټيم ورزشکاران چې د کرکټ د نړيوال جام په سياليو دګډون  لپاره د لازيات تيارى په مقصد استراليا کې دي؛ سرله ننه يې د نوي زيلاند او استراليا د کرکټ له ټيمونو سره خپلې درې اوونيزې تمريناتي سيالۍ پيل کړې چې په دغو سياليو کې د افغانستان دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي څلور ځلې د استراليا له ټيمونو سره او څلور ځلې د نوي زيلاند له ټيمونو سره لوبې کوي.
دغه سيالۍ د استراليا د لويديځ دکرکټ د ټولنې په نوښت پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته