جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
په ننګرهار ولايت کې نهه تنه د جنايي پيښو په تور ونيول شول.
دغه افراد د تيرو٢٤ساعتو په بهيرکې د يولر خاصو عملياتو او د پوځيانو د پلټنې په بهيرکې د ننګرهار ولايت له بېلابېلو سيموڅخه نيول شوي دي .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل چې نيول شوي کسان په وژنې، غلا او د نشه يي توکو په قاچاقو کې په لاس لرلو تورن دي .
ده وويل: دغه کسان د پوځيانو په يولړعملياتو د پلټنې په بهيرکې د دغه ختيځ ولايت له بېلابېلوسيمو څخه نيول شوي دي.
په نيول شويوکسانوکې يوه ښځه هم شامله ده .
1 د یوې دقیقې څخه لږ