ورزش

دستاره آزادي او د متحد چهاردهي ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٠
په کابل کې دفوټبال دالف دګروپ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام کوي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل: دغه لوبه دستاره آزادى او دمتحد چهاردهي د ټيمونو ترمنځ کيږي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې په کابل کې دفوټبال دالف د ګروپ سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې تراوسه پورې دحبيبيانا دفوټبال ټيم د ٢٣ امتيازونو په لرلو سره د نتيجو دجدول په سرکې ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته