بغداد بي بي سي باخترد وږي دمياشتې ٩ :
له سوريې څخه را رسيدلي خبرونه وايي چې د ايزدي مذهبي اقليت څه دپاسه درې سوه تنه ښځې چې څو اوونۍ مخکې د داعش د ډلې له خوا د عراق په شمال کې تښتولي شوې وې، د جنګي غنيمت په توګه سوريې ته ليږدولې شوې دي.
باخترآژانس د بي بي سي نيوز د خبري سايټ له خولې خبر راکړ: په لندن کې د سوريي د بشر د حقوقو مرکز وايي ترلاسه شوي شواهد ښيي چې څه ناڅه په اووه ويشتو مواردوکې دغه ښځې هره يوه د زرو ډالرو په بدل کې د ميرمنې په توګه د داعش په غړو پلورلې شوې دي.
د سوريې د بشر د حقوقو مرکز دغه راز د عربي اوکردي ښځو د آزادولو په مقصد د ښځو د پيرودنې د پيسو د ورکړې لپاره د عربو او کردانو د خير غوښتوونکو هڅو خبر ورکړى دى خو ويلي يې دي چې دغه هلې ځلې ناکامې دي .
د عراق په شمال کې د داعش د ډلو د بريدونو په زور اخيستوسره په دې سيمه کې د ايزدي کردانو حالت له څه دپاسه يوې مياشتې را په دې خوا خړ پړ شوى دى .
مخکې له دې د داعش ترکنترول لاندې سيموکې هم د ايزديانو د يومخيزې وژنې رپوټونه خپاره شوي دي.
د سوريې د بشر د حقوقو مرکز د داعش د ډلې له خوا د ايزدي ښځو او نجونو تښتونه او د مالونو په توګه د هغوى پلورنه غندلې ده.
1 1 دقیقه لوستل