ټولنه

په ننګرهار کې له سلګونو اړوکورنيو سره مرسته وشوه

-کابل باختر د چنګاښ  څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بې وزلو او اړو کورنيو سره  مرسته وشوه .
  دغه کورنى يا سرپرست نه لري اويا هم  دطالبانو او داعش  د ډلو په بريدونوکې  زيانمن شوي دي .
  دننګرهار ولايت دسرې مياشتې دادارې يو مسوول باختراژانس ته وويل:  په دې دوره کې  له درې سوه اتيا اړو کورنيو سره  يې دخوراکي توکو  مرسته کړې ده .
  ده وويل : دغه مرستې  دمرستندويو بنسټونو له خوا  برابرې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته