-کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بې وزلو او اړو کورنيو سره مرسته وشوه .
دغه کورنى يا سرپرست نه لري اويا هم دطالبانو او داعش د ډلو په بريدونوکې زيانمن شوي دي .
دننګرهار ولايت دسرې مياشتې دادارې يو مسوول باختراژانس ته وويل: په دې دوره کې له درې سوه اتيا اړو کورنيو سره يې دخوراکي توکو مرسته کړې ده .
ده وويل : دغه مرستې دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ