-کابل باختر دزمري پنځلسمه :
په لوګر ولايت کې دتدارکاتو دقانون په باب روزنيزه کارګاه جوړه شوه .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باختراژانس ته وويل دغه روزنيز کارګاه په دولتي ادارو کې دتدارکاتو په برخه کې دکارکوونکو د کاري ظرفيت دلوړولو ، په موخه داتو ورځو لپاره ددغه ولايت دمالي او اداري رياست دبشري منابعو درياست له خوا پيل شوې ده .
په دې کارګاه کې دلوګر ددولتي ادارو دتدارکاتو دڅانګې کارکوونکي په عملي او نظري توګه دتدارکاتو دقانون په باب زده کړه کوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ