کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
دبغلان پوليسو ٣٥ کيلوګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباختر آژانس خبريال ته وويل : دنشه يي توکو يوه قاچاق وړونکي ٣٥ کيلوګرامه چرس په يو کرولا موټر کې دنهرين له ولسوالۍ څخه بار کړي و او د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته يې دليږدولو نيت درلود چې دغه تورن دپوليسو له خوا وپيژندل شو خو تورن له ساحې څخه وتښتيد.