ټولنه

په تخار ولايت کې په پوځي عملياتو کې څه ناڅه شپيتو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کابل باختر د ثور اتمه :
په تخار ولايت کې څه ناڅه شپيتو تنو وسله والو طالبانو ته په پوځي عملياتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده .
په دغو طالبانو دخواجه بهاوالدين ولسوالۍ دپاکولو په عملياتو کې بريد شوى دى .
  له بلې خوا هم ويل شوي دي چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې څوکلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دتخار والي ياسين  ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې څه ناڅه شپيتو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده وويل چې پوځيانو وکولاى شول ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې  څو کلي  دطالبانو له شتون څخه پاک کړي .
ښاغلي ضيا چې ددغه پوځي عمليات مشرۍ کوله  وايي چې عمليات به دطالبانو له شتون څخه دخواجه بهاوالدين  ولسوالۍ تر بشپړپاکولو پورې دوام ولري .
دغه پوځي عمليات په ظاهره توګه په يوه امنيتي پوستې دطالبانو دخونړي بريد په ترڅ کې پيل شول هغه بريدچې پکې اته تنه پوځيان ديرغلګرو له خوا په ډزو سره شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته