اقتصاد

دهېواد په صنعتي پارکونو کې په پنځه ديرشو شرکتونو دځمکې ويش تاييد شو .

کابل باختر د ليندى ديرشمه :
دپانګونې عالي کميسيون دسوداګرۍ اوصنايعو دوزير او دپانګونې دعالي کميسيون درييس  همايون رسا  په مشرۍ غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې ، په دې غونډه کې چې  دپانګونې دعالي کميسيون  دغړو په ګډون  جوړه شوه ، ددې تر څنګ چې دبيلابيلو اقتصادي مسئلو او پانګونې ،  دغزني ولايت  دپيرکه دښتې په صنعتي پارک ،  دبلخ ولايت دامير علي شير نوايي ،  دقندهار ولايت  دشوراندام او دننګرهار ولايت  د حصار شاهي په صنعتي پارکونوکې  په شرايطو برابر په پنځه ديرشو شرکتونو دځمکې د ويش په باب  خبرې وشوې  ،  دپانګونې عالي کميسيون  په دغو پارکونوکې  په پنځه ديرشو شرکتونو  دځمکې ويش  تاييد کړ.
دغه راز په دې غونډه کې  دهېواد دصنعتي پارکونو دحالت او په صنعتي پارکونو کې  دځمکې دويش  دشاخصونو او جوړښت ،  دانجنيري  دطرحې او ډيزاين دپړاونو ، دتاسيساتو اوبنسټونو دجوړولو او دصنعتي پارکونو دجوړولو دامکاناتو  دسنجولو او مطالعاتو په باب دپانګونې دملاتړ دادارې له خوا  دپانګونې عالي کميسيون ته هراړخيز معلومات وړاندې شول.چې دکميسيون دتاييد وړ وګرځيدل.
دغه راز دصنعتي پارکونو دغير فعالو نمروداسترداد او په رښتينو صنعتکارانو دهغو دويش په باب  داړوندو ادارو داستازو په ګډون  دواکمنې کميټې  دجوړولو په لاره کې  په صنعتي پارکونو کې  دځمکې دنمرو دويش په اړوند دپانګونې دملاتړ  دادارې رپوټ دپانګونې دعالي کميسيون دتاييد وړ وګرځيد . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته