خبرونهامنیتټولنه

د جګړو له امله الوتونکو له هېواده کوچ کړی دی

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

په روزګان کې د الوتونکو پلورونکي وايي چې د جګړو له امله الوتونکو نورو هېوادونو ته کوچ کړی دی.

محمد جان د روزګان د مرکز ترينکوټ اوسېدونکي دی چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د مرغانو پلورولو کاروبار کوي او له همدې لارې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي.

هغه په مرکز ترينکوټ کې د مرغانو يو دُکان هم لري؛ خو په خبره يې چې د روانو جګړو له امله يې کار زیانمن شوی او له روزګانه مرغيو د جګړو له وېرې نورو سیمو او هېوادونو ته کوچ کړی دی.

دی وايي: کله چې جګړې نه وې، هره ورځ به يې تر ۲۰ زرو پيسې ګټلې؛ خو اوس چې له سيمې مرغۍ تللې دي؛ ورسره یې بازار هم سوړ شوی دی.

فضل کریم چې د مرغیو ساتنه او پالنه يې ذوق دی، وايي چې په دغه ولايت کې ډېر شمېر مرغان په روانو جګړو کې مړه شوي دي، چې ورسره د مرغانو شمېر کم شوی او ډېر شمېر مرغان له روزګانه تللي دي.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس کړي، ځکه له جګړې مرغان هم کرکه کوي او له هېواد بهر کوچ کولو ته یې اړ کړي دي.

په ورته وخت کې د روزګان مدني فعالان هم وايي چې روانو جګړو په دغه ولایت کې هرې برخې ته زيان اړولی دی.

مدني فعال آغا شیرین حقمل وايي چې جګړې پر انسانانو سربېره نور ژوندي موجودات هم د ژوند له اسانتياوو بې برخې کړي دي.

روزګان د افغانستان يو له هغو ولايتونو شمېرل کېږي چې د جګړو پرمهال یې شنه بڼونه سوځول شوي او له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته