-کابل/دوږي ٩مه /باختر:
په دايکنډي کې د لومړي ځل لپاره د فوټبال د ښوونکواو داوري روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
په دې ورکشاپ کې د نجونو په ګډون د فوټبال ٢٤ ښوونکو او داورانوګډون کړى دى .
د افغانستان د فوټبال فدراسيون ښوونکي محمدحامد ميوند اوهمايون همدرد دغه پنځه ورځنى ورکشاپ پرمخ وړي .
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دايکنډي کې له فوټبال سره د ځوانانوعلاقمندي زياته ده او د ښوونکو او داورانو په توګه د يوشمېر ځوانانو روزنه په دغه لرې ولايت کې د دغې ورزشي څانګې دودې سبب کېږي.
په دې ورکشاپ کې يوشمېربرخه وال ښوونکي وايي :هيله لري چې له خپلو زده کړوڅخه په استفادې سره په دايکنډي کې د فوټبال ټيمونه جوړ کړي .
ختم_ج_اکرم
1 1 دقیقه لوستل