امنیت

په عراق کې چاودنو بيا هم په لسګونو تنه ووژل.

–  بغداد اسوشتدپرس – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
داسوشتدپرس خبري آژانس دعراقي مقاماتو له  خولې خبر راکړى دى چې پرون ناوخته په عراق کې دچاودنو له امله څه ناڅه ٣٠ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي.
دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې :  څه ناڅه شل تنه د عراق په  پايتخت بغداد کې وژل شوي دي  .
تراوسه پورې ددغو چاودنو مسوليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
يوه اړوند خبرځاى وويل :  په الانبار ولايت کې د دولتي ځواکونو او په القاعده پورې د اړوند پوځي مليشو   ترمنځ نښته کې هم تر  اوسه پورې  څه د  پاسه شپږ  سوه تنه  وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته