امنیت

طالبان د پسابند له ولسوالۍ څخه وشړل شول .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
وسله وال طالبان دغور ولايت له پسابند ولسوالۍ څخه په بشپړه توګه وشړل شول .دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام باختر آژانس ته وويل له يوې مياشتې راپه دې خوا دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په پسابند ولسوالۍ کې جګړې دوام درلوده .
ده زياته کړه وسله وال طالبان له دغې ولسوالۍ څخه په بشپړه توګه ايستل شوي دي او ددغې ولسوالۍ نورې ساحې د امنيتي ځواکونو له خوا دپاکولو په حال کې دي .
دامنيتي مقاماتو دڅرګندونو له مخې دجګړې په وخت کې يو شمير طالبان دافغان ځواکونو له خوا د زور او فشار له امله له جګړې څخه ستړې شوې دي او له دغې ولسوالۍ څخه تيښتې ته اړ شول.
اوس خلک بيرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او په عادي ژوندانه بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته