ټولنه

د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دادارې رييس په سترو ښارونوکې دهوا دزياتې ککړتيا خبر دارى ورکړ

کابل باختر دليندي څليرويشتمه
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې د ادارې رييس دهيواد په پايتخت او سترو ښارونوکې د ژوندانه دچاپيريال د زياتې ککړتيا خبر ورکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ادارې رييس شهزاده مصطفى ظاهر چې نن يې د اقليم د بدلون په باب دملګروملتو د سازمان دکنوانسيون دچوکاټ لپاره د افغانستان د لومړنى ملي رپوټ دخپريدو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل: تراوسه پورې د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته لومړيتوب نه دى ورکړ شوى. که چيرې حالت په همدې ډول دوام ومومي او د ژوندانه چاپيريال ساتنې ته پاملرنه ونه شي؛ دهيواد په ځينو سيموکې په راتلوونکي کې ژوندون به ناشونې وي.
ده دهيواد په پايتخت او ستروښارونوکې د ژوندانه د چاپيريال دککړتيا علت د وګړو د شمېر بې سارى زياتوالى، د ځنګلونو غوڅول،  د کاناليزاسيون نشتوالى،  دکورونوغير معياري والى او د اوبو نشتوالى وبلل .
ده وويل: د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ادارې د دغو ستونزو د حل کولو په مقصد دحکومتي او خصوصي بنسټونو او د هيواد د اوسيدونکو همکاريو  ته اړتيا لري چې لاتراوسه پورې هيڅ يوه دغه بنسټ د هوا د دککړتيا د ستونزو د حل کولو په مقصد لازمه همکارۍ نه ده  کړې.
ده زياته کړه چې دهيواد په سلوکې درې ويشت وګړي په پايتخت کې ژوند کوي او څلور سوه اتيا زره ليږدونکې وسايط د پايتخت په واټونوکې تګ راتګ  کوي چې دغه واټونه د دې کار ظرفيت نه لري .
  ده دجمهوري رياست له راتلوونکو نوماندانو څخه وغوښتل چې په راتلوونکي  کې دې د ژوندانه د چاپيريال ساتنې ته جدي  پاملرنه وکړي.
  ده په دې اړوند خپل پروګرامونه په ډاګه کړل .
ده په افغانستان او نړۍ کې د اقليم دبدلون په اړوند وويل: اقليم په غير طبيعي ډول بدل شوى دى چې د انسانانو په ژوندانه او بوټو باندې منفي اغيزې لري.
ده د بدخشان د واخان کنګل د ويلي کيدو يادونه وکړه او ويې ويل چې د واخان دکنګل ويلي کيدل په خلکو ، څارويو اوبوټو منفي اغيزې لري.
ده وويل: د وچکاليو په بهيرکې چې اووه کاله يې پرله پسې و؛ د هيواد په سلوکې نوي شنه ساحه مو له لاسه ورکړه او اوس په سلو کې صفراعشاريه شپږ ځنګلونه په هيواد کې پاتې دي .
ده د ژوندانه د چاپيريال ساتنې دلومړنى ملي رپوټ د خپريدو په باب وويل: دا لومړى ځل دى چې افغانستان  دغه شان رپوټ خپروې چې دافغاني ماهرانو له خوا برابر شوى دى .
ددغه رپوټ دخپريدو حالت په بشري ټولنو، طبيعي منابعو او په بېلابېلو سکتورونو د اقليمي بدلون د اغيزو انعکاس دى .
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه ددغه وزارت سلاکار جلال نوراني د اقليم د بدلون په باب دملګروملتو د سازمان دکنوانسيون د چوکاټ لپاره د افغانستان دلومړنى ملي رپوټ په برابرولوکې ونډه اخيستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته