-کابل باختر د وري اتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، دلښکرګاه ښار ته څيرمه بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغو بريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه هم دړې وړي شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دوسلو او مهماتو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريال شول .
دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار ته څيرمه او دناد علي ولسوالۍ څخه کشف شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، پوځيانو په هلمند ولايت کې ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار دلښکرګاه ښار له شاوخوا سيمو او دسنګين او دکرشک له ولسواليو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګن ميشتو لارو کې ښخ کړى شوي و .
0 1 دقیقه لوستل