کابل / د وږي ۱۶ مه / باختر
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په مربوطاتو کې د وژنو د دوو پېښو په تړاو درې کسان ونیول شول.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د کابل او ننګرهار د استیناف څارنواليو د قرار له مخې د قتل د دوو بېلو قضيو په تړاو نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې نيول شوي کسان به د څېړنو او قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ