امنیت

درې تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ١ :
دقند هار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله  درې تنه ملکي وګړي شهيدان اويوتن بل ټپي شو.
دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل باخترآ ژانس ته وويل : دغه پيښه هغه وخت دميوندولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوه  چې دملکي وګړو دسپرلۍ  موټر په ماين وخوت  او دچاودنې له امله يې ديوې ښځې په ګډون درې تنه نور ملکي وګړي شهيدان اويوتن بل ټپي شو.
خبرځاى وويل   ټپي ددرملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي  او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته