امنیت

په هرات کې د تروريزم د قربانيانو په ملاتړ ټينګار

هرات باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د هرات ولايت مسوولين د جنګي قربانيانو په ملاتړ ټينګار کوي.
د تروريزم او وسله والو جګړو د قربانيانو د ملي څيړنې او عامه استماعيه غونډه  نن د هرات د بشر د حقوقو په سالون کې جوړه شوه.
د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون سلاکار احمدفهيم حکيمي له مسوولينو څخه وغوښتل چې د جنګي قربانيانو او ټپيانو د شفافيت د بهير په باب علمي او عملي لارې چارې تشريح او د جنګي ټپيانو دقيق شمېر په دفترونوکې دې ثبت کړي.
د کورني او بهرني امنيت د جرمونو پرخلاف د مبارزي د څارنوالۍ رئيس  احمدولي سمندر په هرات کې په تېرو شپږو مياشتوکې د تروريستي بريدونو  د شهيدانو شمېر  ٢١٨  او د ټپيانو شمېر ٢٩٣ تنه اعلام کړ.
ده وويل: د روان کال په شپږو مياشتوکې د هرات په څارنوالۍ کې ١١٥ قضيې ثبتې شوې دي چې د دغو قضيو په اړوند ١٧٦ تنه نيول شوي دي.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ملکي مرستيال  فيروز شاداب او د ملي امنيت رياست استازى سلطان محمدياري د جنګي قربانيانو د پيښو د ثبت او ستونزويادونه وکړه .
په همدې حال کې د تروريستي بريدونو څو تنو زيانمن شويو کسانو د خپلو ستونزو د لرې کولو په خاطر د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د مرکزي مقاماتو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته