امنیت

امنيتي منسوبينو په بګراميوکې يو ماين وچاوه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
امنيتي منسوبينو هغه ماين چې د بګراميو په ساحه کې ځاى پرځاى شوى و؛ نن سهار وچاوه.
دغه ماين د بګراميو د نساجي فابريکې په ساحه کې د واټ په ګلدانۍ کې ځاى پرځاى شوى و او د ملي پوليسو او د ملي اردو د منسوبينو له خوا کشف او وچول شو.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس جنرال محمد فريد افضلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو دغه ماين په ساحه کې وچاوه چې د احتمالي خطرونو مخه يې نيولې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته