امنیت

ددوو تنو پاکستاني طالبانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه :
دميدان وردګو په ولايت کې  پرون  ديوه قوماندان په کور کې  دبم دچاودنې له امله دوسله وال طالبانو دډلې ددوو تنو پاکستاني طالبانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې  قاري محمد په چک  ولسوالۍ کې په خپل کور کې  له خپلو يوشمير افرادوسره په موټر کې دکارولو لپاره ديوبم په جوړولو بوخت و .
دميدان وردګو ولايت وياند عطامحمد  خوږياني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوسله والو طالبانو د ډلې ددوو تنو پاکستاني طالبانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ،متقي مشهور په قاري محمد  او ملا قاسم له يوبل طالب سره  درې ماشومان او يوه ميرمن ددغې پيښې په ټپيانوکې شامل دي . 
ښايي ټپي  ميرمن او درې ماشومان په قوماندان قاري محمد پورې اړه  لري چې په موټرو کې  دکارولو لپاره دبم دجوړولو په وخت کې په خپل کور کې نه و .
   دميدان وردګو  ولايت وياند وايي چې يرغلګروغوښتل چې په يو موټر کې  بار کړي  او هغه ددغه ولايت په يوګڼ ميشت ځاى کې وچوي خو دهغه دجوړولو په وخت کې دبم دچاودنې له امله خپله دوى ته مرګ ژوبله واوښته، وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته