امنیت

په هلمند کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول

لښکر ګاهباخترد زمري ١٣ مه
د هلمند د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د نهر سراج ولسوالۍ په مالګير سيمه کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند له امنيې قوماندانۍ څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
ويل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته