کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
دوه تنه ډار اچوونکي نن په پروان ولايت کې دپوليسو له خوا ونيول شول.
دغو دوو تنو غوښتل يو مقناطيسي ماين دناټو په ځواکونو پورې اړوند دتيلو په يو ټانکر کې ځاى پرځاى کړي.
دپروان دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن رشاد دددغه خبرپه تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل : دغه دوه تنه دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې د ځنګل باغ له ساحې څخه له يو موټر سايکل او دوو مقناطيسي ماينونه سره د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ