امنیت

د زمري د ٢٨ نيټې په درشل کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
ټاکل شوې ده د زمري د مياشتې ٢٨ نيټه د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو کاليزه سبا په ټول هيوادکې ونمانځل شي. په پايتخت کې هم ځانګړي مراسم په پام کې نيول شوي دي .
د کابل ګارنيزيون قوماندان عبدالرحمن رحمن وايي: په همدې مقصدکابل او دهغه شاوخوا تر امنيتي پوښښ لاندې نيول شوي او په کابل او د هغه په شاوخوا کې امنيتي تدبيرونه بشپړ شوي دي.
دغه جنرال چې له رسنيو سره يې خبرې کولې؛ څرګنده کړه چې د کابل او د هغه د شاوخوا سيمو د ښه امنيت د تامينولو په مقصد نه يواځې له موجودو قطعاتو بلکې له ريزرفي قطعاتو څخه به چې د کابل په شاوخوا کې ځاى پرځاى دي؛ هم استفاده وشي.
جنرال رحمان وويل: په پايتخت او د هغه شاوخوا سيموکې نيول شوي امنيتي تدبيرونه د موضوع او د ګواښونو د حجم ارزښت ته په پاملرنې سره سنجول شوي دي او د هغو تجربو له مخې چې له پخوا څخه يې لرو؛ ټولې هلې ځلې کاروو چې د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې جشن په ښه ډول ترسره شي.
د کابل ګارنيزيون قوماندان يادونه وکړه چې د نيول شويو تدبيرونو په چوکاټ کې ښايي د کابل ښار يو شمېر واټونه په لنډ مهال ډول وتړل شي او د ترافيکو په بهير کې بندښت رامنځته شي.
ده له کابل ښاريانو څخه وغوښتل چې په حوصلې او زغم سره له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د پخوا په شان له خپلو بچيانو سره چې په امنيتي مرکزونوکې خدمت کوي؛ همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته