کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٤ :
د پروان ولايت په شينواري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريد ناکام شو.
د شينواري ولسوالۍ امنيه قوماندان حسين شاه مقصودي د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې طالبانو تېره شپه په غوربند دره کې د شينواري ولسوالۍ دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
خبرځاى وويل : په دې نښته کې طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى؛ خو جزييات يې تر اوسه پورې نه دي ترلاسه شوي .
مقصودي وويل: د نښتې په بهيرکې يو پوليس شهيداو درې تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ