کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
دملي اردو څلور تنه سرتيرې دامنيتي دندو په بهېرکې شهيدان او اووه تنه نوريې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ: دغه سرتيرې د زابل ولايت د نوبهار اوشينکى ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنې او د دښمن د ډزو له امله شهيدان اوټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دملي اردو عسکرودهيواد په بيلابيلو امنيتي دندو په بهيرکې د وسايطو ضد اووه څلويښت ماينونه کشف اوشنډکړل.
ويل کېږي دغه ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د زابل ولايت د نوبهار اوشملزو ولسواليو، دقندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ، دنيمروز ولايت د دلارام ولسوالۍ او دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و، دملي اردو دځواکونو له خواکشف اوشنډکړى شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ