ورزش

د رمضان د جام لوبې پيل شوې

کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٦
په هرات ولايت کې د رمضان د حذفي جام د فوټسال سياليو تېرماښام په دوو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د فانوس ټيم د دريو په وړاندې په پنځو سره د آرين ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې د شهيد نقيب ټيم د شپږو په وړاندې په نهو سره د افغان ورزش پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د ٦٤ ټيمونو ترمنځ د آريانا په جمنازيوم کې پيل شوې دي او په دوام يې ټاکل شوې ده نن ماښام د وريښمو ټيم د ځوانانو له ټيم سره او د راهيان نور ټيم د غازي له ټيم سره لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته