امنیت

د وسله والو طالبانوله شتون څخه په فارياب کې د يو سترکلي پاکول

 کابل باختر د زمري دمياشتې ١٩ :
پوځيان د هغو پراخو عملياتوپه بهيرکې چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال  جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ په فارياب کې دوام لري؛ د وسله والو طالبانو له شتون څخه د يوه سترکلي په پاکولو بريالي شوي دي .
په المار ولسوالۍ کې د تپه کلان په نامه کلي نن د پوځيانو له پراخو عملياتو وروسته د کورنيو او بهرنيو تروريستانو له شتون څخه پاک شوى دى.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د المار ولسوالۍ د تپه کلان د کلي  د پاکولو دعملياتو په بهيرکې تروريستانوته د سر دروند زيان اوښتى دى؛ خو دقيق شمېر يې لا تراوسه پورې څرګند نه دى.
ده وويل چې د تپه کلان دکلي د پاکولو په بهيرکې  پوځيانو  څوتنه  کورني او بهرني تروريستان نيولي دي .
ويل کيږي؛ د دغه کلي د پاکولو په  بهيرکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه  دى اوښتى .
د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د المار ، قيصار او غورماچ په ولسواليوکې عمليات دوام لري .
فارياب ته د جنرال دوستم په ورتګ سره زياتره تروريستان يا پوځيانو ته تسليم شوي دي او يا هم له دغو پوځيانوسره په جګړه کې په کمزورې روحيې سره وژل  شوي دي .
د تروريستي ډلو له شتون څخه د فارياب د پاکولو عمليات هماغه شان دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته