امنیت

يوولس تنه طالبان ووژل شول

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
په زابل ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر غلام دستګير فراهي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تيره شپه دشاجوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې هدف يې د طالبانو له شتون څخه د نا امنو سيمو پاکول دي .
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغوعملياتو په بهيرکې يوولس تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول او شپږسوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په چاوديدونکو توکو بار يو زرنج ډوله موټرسايکل، يو کلاشينکوف او پنځه موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته