امنیت

اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
دهيواد په بېلابېلو سيموکې پرون د ملي اردو د ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ٢٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو ځواکونو پرون دننګرهار ، خوست ، قندهار، هلمند او د کندز په ولايتونوکې له ځمکې او هوا څخه په وسله والو طالبانو بريدونه وکړل چې له امله يې ٢٧تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملا نعيم په نامه د دغې ډلې د يوه قوماندان په ګډون ١٢ تنه ټپيان او د دريو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون پنځه تنه او يو ماين ښخوونکى ونيول شول.
دغه راز يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول او ٢٥ کيلوګرامه چاويدونکي توکي او ٢٧ ماينونه کشف او شنډ شول.
له بله پلوه د ملي دفاع وزارت تاييدکړه چې د تروريستانو د درندو وسلو د ډزو له امله د ملي اردو پنځه تنه منسوبين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته