ټولنه

تبصره

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
دجنازې  د وړلو او ښخولو په مراسمو  او يا هم دخلکو په نورو مذهبي غونډو او ټولنو بريد او يا هم په  مقدسه اماکنو کې په مسلمانانو بريد هيڅ راز ديني ، مذهبي او اخلاقي توجيه نه لري، بلکې له جاهليت او ديني ارزښتونو نه له بې پروايي پرته بل څه نه شي کيداى.
دباخترآژانس  مبصر ليکي:
وړمه ورځ په لغمان ولايت کې زموږ يوشمير هيوادوال هغه وخت شهيدان شول چې يوه سخت زړې سړي چې د ديني ارزښتونو په باب په څه نه پوهيده او په افغاني  دودونو يې باور نه درلود؛ په دغه ولايت کې دجنازې د وړلو او ښخولو دمراسمو په ګن شمير برخه والو بريد وکړ. دغه ډارن حرکت يوځل بيا ثابته کړه چې طالبان سره له دې چې په خپله له اسلامي ښوونځيو څخه راپاڅيدلي دي او ځان له اسلامي ښوونځي څخه راپاڅيدلي بولي؛ دې کار ته ډير کوچنى ارزښت  هم نه ورکوي. که چيرې داسې نه ده؛ د يوه مومن اومسلمان سړي د جنازې دښخولو په مراسمو  بريد څه ډول کيداى شي توجيه شي. په داسې حال کې چې د يوه متوفى مومن د ښخولو د مراسمو څرنګوالى په اسلام کې بيان شوى دى او ځاى يې په ډاګه شوى دى .
دغه راز افغاني دود او فرهنګ هم د يوه متوفى حرمت او احترام په ډاګه کړى دى او د دښمنۍ حدود يې مشخص کړي دي.  يو ماشوم  او ښځې ته مصوونيت وربخښې، خو طالبان دغه حدود نه رعايتوي او دا ښيي چې دوى افغانان نه دي  ځکه دافغانانو په عرف او دودونو نه پوهيږي .
  طالبانو په  لغمان کې د جنازې د ښخولو او وړلو د مراسمو په برخه والو په بريد سره  يوځل بيا ثابته کړه چې د ديني ارزښتونو پرخلاف دريدلي دي او دافغاني فرهنګ او دودونو پرخلاف جنګيږي او دافغاني قاموس په وړاندې هيڅ راز ژمنه نه لري بلکې سرتمبه دي.
دا لومړى ځل نه دى چې دوى په دغه شان ناوړو عملونولاس پورې کوي. دوى په تيرو وختونوکې په لغمان ، ننګرهار، قندهار، کندز، تخار، کونړ، کابل او په نورو ځايونو په لمونځ کوونکو، د جنازې د ښخولو د مراسمو په برخه والو او يا په ځينې  عزادارانو بريدونه کړي دي؛ وينه يې تويه کړې ده او له مسلمانانو سره يې دښمني کړې ده او له بده مرغه خپلو دغه شان انساني ضد عملونه يې جهاد بللى دى او خپله کرغيړنه څيره يې په پرده کې پټه کړې ده .
  په داسې حال کې چې جهاد د قتل او قتال  مانا نه لري؛ بلکې د جهاد مانا هڅه او هاند دى، د اسلامي توحيدي دين په پرمخ بيولوکې هڅه او هاند.
طالبانو په دغه شان حرکتونو سره هلې ځلې کړې دي چې د اسلام په باب يو غلط هويت  وړاندې کړي او د بربريت دوره په ذهنونوکې تداعي کړي ، اسلام دښمن او له اسلام څخه ويره په نورو ټولنوکې ژوندى کړى .
په داسي حال کې چې د اسلام دين د رحمت دين دى، پيغام يې افغاني پيغام او د عدالت غوښتنې پيغام دى چې په هغه کې تاوتريخوالى او ظلم ځاى نه لري او له ظالم سره جدي محاسبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته