امنیت

په پکتيا کې ٥٧٢ کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

ګرديز د کب ٢٤ مه باختر
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولايت د احمد آبا ولسوالۍ په نګرام کلي کې ٥٧٢ کيلو ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
امنيه قوماندان سلطان داوود د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې پوليسو د احمد آبا ولسوالۍ په نګرام کلي کې عمليات کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په عملياتو کې ٥٧٢ کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته