فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت خبرتيا

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت خبرتيا
دهېواد دمرکز او ولايتونو دتصويري ، صوتي او چاپي رسنيو ،نشراتي  موسسو ، خصوصي مطبعو ، ژباړنو اودفلم دتوليد دموسسو ،  د ژورناليزم دزده کړې ، خبري آژانسونو او دتبليغاتو او اعلانونو دشرکتونو دامتياز له هغو ټولو خاوندانو څخه  چې لا تراوسه پورې يې دفعاليت جواز نه دى ترلاسه کړى او ياددوي دجواز دثبت   اوترلاسه کولو پړاونه نه دي بشپړ شوي ، خبر ورکول کيږي چې دډله ييزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون د ٢٨ او ٣٢ مادې له مخې  دې دفعاليت   درسمي جواز دثبت او ترلاسه کولو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينيت ته ورشي .
دغه راز  ټولو چاپي او برقي رسنيو  ، ژباړنو اودفلم  دتوليد موسسو ، نشراتي موسسو، دژورناليزم دزړه کړې ، خبري آژانسونو اود تبليغاتو او اعلانونو شرکتونو ته  چې پخوايې جواز اخستى دى  خو تراوسه پورې  يې په فعاليت پيل نه دى کړى  خبر ورکول کيږي  چې دډله ييزو اطلاعاتو دوسايطو دقانون د ٤٩ مادې له مخې دې بايد دفعاليت و پتې ، اساسنامې  اودقانون په دغې ماده کې دنورو ليکل شويو مشخصاتو په څرنګوالي اويا بندولو کې دهر راز بدلون په باب داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  ته خبر ورکړي له دې پرته دډله ييزو اطلاعاتو   دوسايلو دقانون د  ٤٧ مادې له مخې  که چيرې چاپي رسنۍ و دثبت له نيټي څخه  تر يو کال پورې ، برقي رسنۍ  او ددغه قانون په  ٢٧ ماده کې نورې ليکل شوې موسسې دثبت له نيټې  څخه  تر دوو کلونو پورې خپل نشراتي فعاليتونه پيل  نه کړي  اميتاز يې سلبيږي .
له دې امله رسنۍ او ددغه مرکزونه دې ددغې خبرتيا خپريدو له نيټې څخه تريوې  مياشتي  پوري فرصت لري چې خپل جواز دترلاسه کولو اودثبت دپړاوونو دبشپړولو لپاره اقدام وکړي . له دې پرته به دامتياز له  خاوندانو سره قانوني چلندوکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته