امنیت

دملي دفاع وزارت وياند : په هلمند ولايت کې ډار اچوونکو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
دملي دفاع وزارت  وياند جنرال  دولت وزيري  نن په کابل کې  په يوه خبري غونډه کې وويل چې ډار اچوونکو ته دهلمند ولايت دمارجې او ګرشک په ولسواليو کې دسردروند زيان اوښتى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې دملي دفاع وزارت وياند وويل چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهېواددامنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتو په بهير کې ديوولسو تنو داعشيانوپه ګډون اووه څلويښت  ډار اچوونکي وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه  چې همدااوس دهېوادپه اتو  ولايتونوکې اته تعارضي عمليات دوام لري  اوسربيره پردې دکوماندو دځواکونوله خوا څوارلس يرغليز عمليات  ترسره شوي دي او په همدې حال کې هوايي ځواکونو ددښمن دپټنځيو ددړې وړې کولو په موخه اتلس هوايي ګوزارونه کړي دي .
   وز يري وويل چې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو او دهوايي ګوزارونو  له امله يوويشت تنه ډار اچوونکي دهلمند ولايت دمارجې او ګرشک په ولسواليو کې  يوولس تنه دننګرهار ولايت دشينوارو ، اچين  ، هسکې مينې ، خوږياڼيو او دسره رود په ولسواليو کې  نهه تنه ډار اچوونکي دفراه ولايت دخاک سفيد په ولسوالۍ کې  دوه تنه دغزني ولايت  په مرکز کې ، يوتن دزابل ولايت دميزاني  په ولسوالۍ کې  او يوبل ډار اچوونکى دروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ  کې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت وياند وويل چې دننګرهار ،غزني ، زابل ، روزګان ، فارياب ، بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ددفاعي او امنيتي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
  ختم_ ف _ اکرم                                       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته